عيسی ﵇ مريم مجدليې ته ځان ورښيي
مريم مجدليه بيا قبر ته ولاړه. هلته د قبر په مخ کې ولاړه وه او ژړل يې. په داسې حال کې چې تر سترګو يې اوښکې بهېدلې، خپل سر يې په قبر کې دننه کړ. هلته يې په ځلېدونکو کاليو کې دوې ملايکې وليدلې. يوه يې په هغه ځای کې ناسته وه، چې د عيسی ﵇ مبارک سر ايښودل شوی و او هغه بله په هغه ځای کې ناسته وه، چې د هغه ﵇ مبارکې پښې ايښودل شوې وې. دوی مريمې ته وويل: آغلې، ولې ژاړې؟
مريمې وويل: چا زما د مولا ﵇ مبارک جسد وړی دی او ما ته نه ده معلومه چې اوس يې چېرې ايښی دی.
له دې ويلو څخه وروسته مريم له قبر څخه شا ته شوه. کله چې يې مخ واړاوه، ګوري، يو سړی ولاړ دی. دغه سړی عيسی ﵇ و، خو مريمې ونه پېژاند. عيسی ﵇ له دې څخه پوښتنه وکړه: آغلې، ولې ژاړې؟ په چا پسې ګرځې؟
دې ګمان وکړ چې دی د هغې سيمې باغوان دی. نو يې ورته وويل: ښاغليه! که زما د مولا جسد تا وړی وي، راته ووايه چې چېرې دی. بيا به زه ولاړه شم او رابه يې وړم.
عيسی ﵇ وفرمايل: مريمې!
مريم چې ورته ځيره شو، نو ويې پېژاند او ويې ويل: استاده!
عيسی ﵇ ورته وفرمايل: ما پرېږده! ځکه زه ژر د پروردګار خوا ته ورپورته کېدونکی يم، ته زما وروڼو ته ورشه او ورته ووايه، چې زه د خپل پروردګار خوا ته ورپورته کېږم، څوک چې ستاسې پروردګار هم دی. يعنې خپل خدای ته، چې ستاسې خدای هم دی.
مريم هم ولاړه او په نږدې اصحابو يې دغه زيری وکړ، چې ما مولا ﵇ وليد او د هغه ﵇ پيغام يې ورورساوه.