ملايکه له ښځينه پيروانو سره خبرې کوي
څه موده وروسته هغه ښځې له خپلو چمتو شوو خوشبوګانو سره قبر ته راورسېدې. په دې ډله کې مريم مجدليه، حنانه، مريم د يعقوب مور او يو څو نورې ښځې هم وې. ګوري چې د قبر له خولې څخه ډبره لرې شوې ده. دوی قبر ته ورننوتلې، خو د مولا عيسی ﵇ مبارک جسد پکې نه و! د دې حال په ليدلو سره ډېرې حيرانې شوې.
مريم مجدليې په منډه ځان شمعون صفوان او يوحَنا ته ورساوه او ورته ويې ويل: د مولا ﵇ مبارک جسد يو چا له قبر څخه وړی او موږ نه يو خبر چې چېرې يې وړی دی!
شمعون صفوان او يوحَنا هم سمدستي قبر ته ورروان شول.
له بلې خوا هغه نورې ښځې د قبر خوا ته حيرانې ولاړې وې، چې ناڅاپه دوه کسان ورته راښکاره شول، چې ځلېدونکې جامې يې په تن وې. ښځې ووېرېدې او خپل سرونه يې ښکته واچول. هغو کسانو ورته وويل: تاسې ولې د مړو په منځ کې په يو ژوندي کس پسې ګرځئ؟ عيسی ﵇ دلته نشته. راژوندی شوی دی! هغه خبرې درپه ياد کړئ، چې په ګليل کې يې تاسې ته فرمايلې وې: «په کار ده چې د بني آدمو سردار د ګناهکارانو په لاس ورکړل شي او په صليب شهيد کړل شي او د شهادت په درېيمه ورځ بېرته راژوندی شي.»
د دې په اورېدو سره ښځو ته د عيسی ﵇ خبرې ورپه ياد شوې. له قبر څخه بېرته ښار ته ولاړې، تر څو يوولس نږدې اصحاب او نور ټول پيروان له دې پېښو څخه خبر کړي.
کله چې صفوان قبر ته ورسېد، سر يې ورښکاره کړ او ويې کتل، چې تش کفن پروت دی. دې حالت ته ډېر حيران شو او له دې فکر سره بېرته کور ته روان شو، چې دلته څه پېښ شوي دي؟
کله چې ښځې نږدې اصحابو ته ورسېدلې، د خپلو سترګو ليدلې پېښې یې ورته بيان کړې، خو هغوی ته د دوی خبرې بې معنی او چټي ښکاره شوې او باور يې پرې ونه کړ.