د عيسی ﵇ پر وړاندې دوه کسان شاهدي ادا کوي

په پای کې دوه کسه شاهدان راغلل او په يوه خوله يې وويل: دغه سړي ويلي، چې زه کولای شم د خدای کور ړنګ کړم او په درېيو ورځو کې يې بېرته جوړ کړم.

لوی امام چې دغه خبره واورېده، له ځايه راولاړ شو او عيسی ﵇ ته يې وويل: آيا ته د دې کسانو د تور په ځواب کې څه نه وايې؟ستا پر خلاف يې شاهدي ورکړې ده، نو آيا دوی رښتيا وايي؟

عيسی ﵇ پټه خوله پاتې شو. لوی امام وويل: زه په الحی القيوم خدای قسم درکوم! آيا ته د ﷲ ﷻ خاص نازولی المسيح يې؟

عيسی ﵇ ځواب ورکړ: هو، لکه تاسې چې خپله ويلي، خو واورئ! زه تاسې ته رښتيا وايم، چې له نن څخه وروسته به وګورئ، چې د بني آدمو سردار به د قادر خدای ﷻ په ښۍ خوا کې ناست وي او د آسمان پر ورېځو به راځي.

لوی امام چې دا خبره واورېدله، له ډېرې غوسې يې خپل ګرېوان څيرې کړ او ويې ويل: کفر يې ووايه! نور نو شاهد ته ضرورت نه لرو! تاسې يې دغه کفري خبرې په خپلو غوږونو واورېدې! تاسې څه نظر لرئ؟

د جرګې غړو وويل: د مرګ د سزا وړ دی!

بيا يې د ده ﵇ پر مبارک مخ لاړې ورتو کړې او په سوکانو او څپېړو يې وواهه. په ملنډو يې ويل: ای المسيح! له غيبه راته ووايه، چې چا ووهلې؟

<< مخکې  |  وروسته >>

فهرست