عيسی ﵇ د خپلو نږدې اصحابو پښې ورپرېمينځي
کله چې ماښام شو، عيسی ﵇ له خپلو دوولسو نږدې اصحابو سره ډوډۍ ته کېناست. دی ﵇ ښه خبر و، چې ﷲ ﷻ د هر څه اختيارات زما په لاس کې راکړي دي او هم دا چې د ﷲ ﷻ لخوا راغلی يم او بېرته يې خوا ته ورتلونکی يم. نو له خپل ځايه راولاړ شو، چپنه يې وايستله او څادر يې تر ملا تاو کړ. يو لګن يې له اوبو څخه ډک کړ او د اصحابو د پښو ورپرېمينځل يې پيل کړل. د هر يوه پښې چې به يې ورپرېمينځلې، په څادر به يې وچې کړې. کله چې شمعون صفوان ته راورسېد، نو هغه وويل: مولا! دا تاسې څه کوئ؟ تاسې وګوره او زما د پښو پرېمينځل وګوره!
عيسی ﵇ وفرمايل: صفوانه، اوس ته نه پوهېږې چې دا کار زه ولې کوم، خو وروسته به پرې پوه شې.
شمعون صفوان ټينګار وکړ چې نه! تاسې به هېڅکله زما پښې نه راپرېمينځئ!
عيسی ﵇ ورته وفرمايل: که زه تا پاک نه کړم، نو ته له ما سره هېڅ تعلق نه لرې.
شمعون صفوان وويل: مولا! که خبره داسې ده، نو يوازې زما پښې نه، بلکې زما لاسونه او سر هم راپرېمينځئ!
عيسی ﵇ وفرمايل: که څوک لمبېدلی وي، نو بيا يوازې د پښو پرېمينځل ورته په کار دي چې په پوره ډول پاک شي. تاسې خلک پاک ياست، خو ټول نه. عيسی ﵇ دا خبره ځکه وکړه، چې پوهېد، په دوی کې څوک خاين دی.
کله چې يې د دوی د پښو ورپرېمېنځل خلاص کړل، خپله چپنه يې بېرته واغوستله. کېناست او ويې فرمايل: آيا تاسې په دې پوه شوئ، چې ولې مې ستاسې پښې درپرېمېنځلې؟ تاسې راته «استاد» او «مولا» واياست، دا ښه او پر ځای ده، ځکه چې زه هماغه يم. نو که مې ستاسې د مولا او استاد په حيث پښې درپرېمينځلې، په همدې ډول تاسې هم بايد د يو او بل پښې ورپرېمينځئ. دغه عمل مې سنت درته پرې ايښې دی، تر څو څرنګه کار چې ما کړی دی، تاسې يې هم وکړئ. زه حقيقت درته وايم، چې غلام تر باداره لوړ نه وي او نه هم پيغام رسوونکی تر پيغام لېږونکي پورته درجه لري. که تاسې پر دغو خبرو پوه شئ او عمل پرې وکړئ، نو نېکمرغه به ياست.
دغه خبرې ستاسې ټولو په باره کې نه وايم، ځکه له تاسې څخه کوم کسان چې ما انتخاب کړي دي، ما ته ښه معلوم دي. خو يو څوک زما مخالف دی، تر څو چې د کلام ﷲ دغه آيت رښتيا او پوره شي چې فرمايي: «زما نمکخور له ما سره نمکحرامي وکړه.» ما تاسې د دې پېښې تر پېښېدو مخکې خبر کړي ياست، تر څو کله چې پېښه شي، ستاسې يقين وشي، چې زه وعده کړل شوی خاص استازی المسيح يم. زه حقيقت درته وايم، څوک چې زما پيغام رسوونکی قبول کړي، نو ما قبلوي او څوک چې ما قبول کړي، نو زما رالېږونکی قبلوي.