عيسی ﵇ د يوې کونډې ښځې چنده ستايي
په دغه وخت کې عيسی ﵇ سترګې پورته کړې او يو څو شتمن کسان يې وليدل، چې د بيت المقدس د چندې په صندوق کې يې خپلې نذرانې اچولې. بيا يې يوه غريبه او مسکينه کونډه وليده، چې صندوق ته يې دوې کوچنۍ سکې ورواچولې. عيسی ﵇ وفرمايل: زه تاسې ته حقيقت وايم، چې له ټولو چنده کوونکو څخه دې کونډې ښځې ډېره چنده وکړه، ځکه چې نورو ټولو له خپل پرېمانه مال او دولت څخه لږه برخه ورکړه، خو د دې غريبې کونډې ټوله هستي او نېستي دغه دوې سکې وې، چې د چندې په صندوق کې يې واچولې.