د عيسی ﵇ د اختيار په باره کې پوښتنه

يوه ورځ عيسی ﵇ په بيت المقدس کې خلکو ته الهي درسونه ورکول، چې د بني اسراييلو لوی امامان او نور قومي مشران ورته راغلل او ويې ويل: ته په کوم اختيار خپل کارونه کوې؟ او دا اختيار چا درکړی دی؟

عيسی ﵇ په ځواب کې وفرمايل: لومړی زه له تاسې څخه يوه پوښتنه کوم. که د دې پوښتنې ځواب راکړئ، نو زه به هم ووايم، چې په څه اختيار سره خپل کارونه کوم. پوښتنه دا ده: يحيی ﵇ چې خلکو ته سپېڅلې غوټه ورکوله، نو دا اختيار هغه ته ﷲ ﷻ ورکړی و، که انسان؟

دوی په خپل منځ کې سلا او مشوره وکړه چې که موږ ووايو، دا اختيار خدای ﷻ ورکړی و، نو دی به راته ووايي، چې تاسې ولې پر يحيی ايمان رانه ووړ؟ که ووايو چې دا اختيار انسان ورکړی و، نو خدای ﷻ دې موږ له دې خلکو څخه وساتي، ځکه دوی ټول يحيی د ﷲ ﷻ د پيغمبر په توګه مني.

په پای کې دوی عيسی ﵇ ته ځواب ورکړ، چې موږ نه پوهېږو.

عيسی ﵇ وفرمايل: بيا نو زه هم تاسې ته نه وايم، چې په کوم اختيار سره خپل کارونه کوم.

تاسې دې مثال ته متوجه شئ! يو سړی دی، چې دوه زامن لري. سړی يوه زوی ته ورځي او ورته وايي: زويه، ورشه نن زما د انګورو په باغ کې کار وکړه. زوی وايي: نه، زه نه ځم. خو وروسته پښېمانه شي او کار ته ولاړ شي. بيا سړی بل زوی ته ورځي او عينې خبره ورته کوي. دغه زوی وايي: سمه ده، پلار جانه. زه ورځم، خو نه ورځي. تاسې ما ته وواياست: له دې دوو زامنو څخه کوم يوه د پلار اراده عملي کړه؟

دوی په ځواب کې وويل: هغه لومړي زوی.

عيسی ﵇ وفرمايل: زه تاسې ته حقيقت وايم، فاسد محصول اخيستونکي او بدلمنې ښځې به په الهي سلطنت کې له تاسې څخه مخکې برخه پيدا کړي، ځکه کله چې يحيی ﵇ د مستقيمې لارې د ښودلو لپاره درته راغی، تاسې ايمان پرې رانه ووړ، خو محصول اخيستونکو او بدلمنو ښځو ايمان پرې راووړ. دا هر څه تاسې په خپلو سترګو وليدل، خو بيا مو هم له خپلو ګناهونو څخه لاس وانه خیست او ايمان مو پرې رانه ووړ.

<< مخکې  |  وروسته >>

فهرست