عيسی ﵇ آسمان ته د خپل تګ په اړه خبرې کوي
د اختر په وخت کې ځينې غير بني اسراييلي خلک هم يروشلم ته راغلي وو، چې د ﷲ ﷻ عبادت تر سره کړي. دا خلک فيليپ ته ورغلل، چې د ګليل له بيت صيدا څخه و او ورته ويې ويل: ښاغليه، موږ له عيسی ﵇ سره ليدل غواړو. فيليپ اندرياس ته ورغی او دا خبره يې ورسره شريکه کړه. بيا دوی دواړه عيسی ﵇ ته ورغلل او د خلکو غوښتنه يې ورته بيان کړه. عيسی ﵇ ورته وفرمايل: د دې وخت رارسېدلی دی، چې د بني آدمو د سردار نوم او شان وځلېږي. زه تاسې ته حقيقت وايم، که د غنمو يوه دانه په ځمکه کې تر خاورو لاندې نه شي او خپل وجود له لاسه ورنه کړي، نو يوه دانه پاتې کېږي، خو که خپل وجود له لاسه ورکړي، بيا ډېر حاصلات ورکوي. اوس زما زړه ډېر ناکراره دی. آيا زه بايد دا دعا وکړم چې «ای پروردګاره! له دې تريخ ساعت څخه مې وساته.»؟ نه! زه خو د همدې مقرر وخت لپاره دې دنيا ته راغلی يم.
بيا يې دعا وکړه چې ای پروردګاره، ته خپل نوم وځلوه!
د آسمان له خوا غږ راغی، چې ما مخکې خپل نوم ځلولی دی او يو ځل بيا به يې وځلوم.
حاضرو خلکو چې دغه غږ واورېد، يوه کس وويل: دا خو د تالندې غږ و، خو نورو وويل: نه! له ده سره يوې ملايکې خبرې کولې.
عيسی ﵇ ورته وفرمايل: دا غږ زما لپاره نه، بلکې ستاسې لپاره و. اوس د دې وخت رارسېدلی دی، چې د آدم نسل به تر قضاوت لاندې راشي او د نړۍ پر خلکو باندې هغه ظالم واک چلوونکی، يعنې شيطان لعين به مات او له واکه وغورځول شي. کله چې زه له ځمکې څخه جګ کړل شم، نو ټول به ځان ته رامات کړم.
په دې خبرې سره عيسی ﵇ دې ته اشاره کوله، چې هغه به په څه ډول د شهادت جام نوش کړي.
خلکو وويل: له کلام ﷲ څخه خو موږ دا مفهوم اخيستی دی چې وعده کړل شوی المسيح به تر ابده پاتې کېږي. نو ته څنګه ويلای شې، چې د بني آدمو سردار به جګ کړل شي؟ آخر د بني آدمو سردار دی څوک؟
عيسی ﵇ وفرمايل: زما رڼا له تاسې سره د لږ وخت لپاره نوره هم شته. نو تر هغې چې دغه رڼا شته، پکې وګرځئ، تر څو تياره درباندې رانه شي. څوک چې په تياره کې ګرځي، خپل منزل نه شي پيدا کولای. تر څو چې رڼا درسره وي، ايمان پرې ولرئ. بيا به تاسې د اهلِ نور په قطار کې وشمېرل شئ.
عيسی ﵇ چې دا خبرې خلاصې کړې، له خلکو څخه ولاړ او د دوی له نظرونو څخه پناه شو.