مړ شوی ايلعازر د عيسی ﵇ په امر راژوندی کېږي

په دې شپو ورځو کې د ايلعازر په نامه يو سړی مريض شو. هغه په بيت عنيا کې له خپلو دوو خويندو ماريا او مرتا سره اوسېد. کله چې ايلعازر مريض شو، دغو خويندو يې عيسی ﵇ ته احوال راولېږه چې مولا! ستا عزيز دوست ناروغ دی.

کله چې عيسی ﵇ دا پيغام واورېد، ويې فرمايل: د ايلعازر ناروغي د دې لپاره نه ده چې په مرګ تمامه شي، بلکې هدف يې دا دی، چې په واسطه يې د ﷲ ﷻ نوم او شان خلکو ته وځلېږي او تر څنګ يې د ﷲ ﷻ د خاص نازولي نوم او شان هم وځلېږي.

پر عيسی ﵇ مرتا، ماريا او ايلعازر ډېر ګران وو، خو بيا هم دوې ورځې په کوم ځای کې چې و، پاتې شو. له دې وروسته يې خپلو اصحابو ته وفرمايل: ځئ چې بېرته يهوديې ته ولاړ شو.

نږدې اصحابو وويل: استاده، بني اسراييلو غوښتل چې تاسې سنګسار کړي او اوس تاسې غواړئ هلته بېرته ولاړ شئ؟

عيسی ﵇ وفرمايل: زه الهي نور يم. نو څومره موده چې ما ته مقرره شوې ده، په هغې کې لا اوس هم وخت شته دی. که چېرې موږ په دغه رڼا کې مخکې ولاړ شو، نو د غورځېدو خطر نشته، ځکه چې هر څه روښانه دي. يوازې هغه خلک غورځېږي، چې په تيارو کې مخکې ځي. نو ښکاره خبره ده چې له رڼا څخه محروم خلک هېڅ هم نه شي کولای. خو د شپې له خوا پر لاره روان کس غورځي، ځکه هغه له رڼا څخه محروم وي.

بيا عيسی ﵇ وفرمايل: زموږ عزيز ملګری ايلعازر ويده شوی دی. زه ورځم چې راويښ يې کړم.

نږدې اصحابو وويل: مولا، که هغه يوازې ويده وي، نو ډېر ژر به روغ شي.

د عيسی ﵇ مقصد له «ويده» څخه دا و چې ايلعازر د مرګ په خوب ويده شوی دی، خو نږدې اصحابو دا مفهوم ځينې اخيستی و چې هغه په عادي خوب ويده دی. نو عيسی ﵇ نږدې اصحابو ته په ښکاره وويل: ايلعازر مړ شوی دی. دا چې د مرګ په وخت کې يې هلته نه وم، نو ستاسې لپاره خوشحاله يم، ځکه چې ستاسې ايمان به نور هم راباندې پوخ شي. اوس راځئ چې هغه ته ورشو!

توماس، چې د ديديموس په نامه هم مشهور و، نورو اصحابو ته وويل: ځئ چې ورسره ولاړ شو او خپل سرونه ورسره وبايلو.

کله چې عيسی ﵇ بيت عنيا ته ورسېد، خبر ورکړل شو چې د ايلعازر مړی څلور ورځې مخکې په قبر کې ايښودل شوی دی. د بيت عنيا او يروشلم تر منځ تقريباً دوه ميله فاصله وه، نو په دې خاطر له يروشلم څخه ډېر خلک راغلي وو چې مرتا او ماريا ته تسليت ووايي. کله چې مرتا د عيسی ﵇ په راتګ خبره شوه، هرکلي ته يې راووتله، خو ماريا په کور کې پاتې شوه. مرتا عيسی ﵇ ته وويل: مولا! که تاسې هغه وخت دلته وای، نو زما ورور به نه مړ کېده، خو اوس هم باور لرم، که له خدای تعالی څخه هر څه وغواړئ، حتماً يې درپوره کوي.

عيسی ﵇ ورته وفرمايل: ستا ورور به بېرته راژوندی شي.

مرتا وويل: بلې! زه پوهېږم، چې بيا به د قيامت په ورځ راژوندی شي.

عيسی ﵇ وفرمايل: زه د قيامت او ابدي ژوند مختار يم. هر څوک چې پر ما ايمان راوړي، له مرګ وروسته به د نېکمرغۍ ابدي ژوند ته ورسېږي. هر څوک چې پر ما ايمان راوړي او په ما پورې خپل ژوند وتړي، هغه به له ابدي هلاکت سره نه مخامخ کېږي. مرتا! آيا پر دغه ايمان لرې؟

مرتا په ځواب کې وويل: بلې، مولا! ما ايمان راوړی دی، چې تاسې د خدای ﷻ خاص نازولی المسيح ياست، چې د ﷲ ﷻ په وعده دې دنيا ته راغلي ياست.

له دې وروسته مرتا بېرته خپلې خور ماريا ته ستنه شوه، راويې غوښته او ګوښه يې ورته وويل: ماريا، استاد صاحب تشريف راوړی دی او تا ته غږ کوي.

ماريا سمدستي راپاڅېده او عيسی ﵇ ته ورروانه شوه. دی ﵇ لا د کلي دباندې ولاړ و، چېرې چې له مرتا سره يې خبرې کړې وې. کله چې په کور کې هغو ماتم کوونکو وليدل چې ماريا په چټکۍ سره له کوره وزي، خيال يې وکړ چې هغه د ايلعازر قبر ته د ماتم لپاره ځي، نو دوی هم ورپسې شول. کله چې ماريا عيسی ﵇ ته راورسېده، په پښو کې يې ورپرېوته او ورته ويې ويل: مولا! که هغه وخت تاسې دلته وای، نو زما ورور به نه مړ کېده!

عيسی ﵇ چې ماريا او نور ماتم کوونکي د ژړا په حالت کې وليدل، زړه يې په جوش کې شو او ډېر ناکراره شو. له دوی څخه يې پوښتنه وکړه: د ايلعازر قبر چېرې دی؟

خلکو ورته وويل: مولا! په موږ پسې راځئ، چې در ويې ښيو.

بيا عيسی ﵇ هم په ژړا شو. خلکو يو بل ته سره ويل: وګورئ! پر ده باندې ايلعازر څومره ګران و چې دی هم ورپسې ژاړي!

خو ځينو نورو ويل: عجيبه ده چې دغه سړي يو ړوند شخص بينا کړ، خو ايلعازر يې له مرګه ونه شو ژغورلای.

عيسی ﵇، چې زړه يې لا په جوش کې و، قبر ته ولاړ. دغه قبر په يو غار کې و او د قبر خوله په يوه غټه ډبره پوښل شوې وه. عيسی ﵇ خلکو ته وفرمايل: دغه ډبره لرې کړئ!

خو مرتا وويل: مولا! له مرګه يې څلور ورځې تېرې شوې دي. اوس به يې جسد ډېر بد بوی کړی وي.

عيسی ﵇ ورته وفرمايل: آيا ما تا ته ونه ويل، چې که تاسې راباندې يقين وکړئ، د ﷲ ﷻ شان او قدرت به ووينئ؟

خلکو هم ډبره لرې کړه. عيسی ﵇ خپلې سترګې آسمان ته ونيولې او ويې فرمايل: ای زما پروردګاره! زه شکر کاږم چې ته زما دغه دعا قبلوې. زه خو په دې ښه خبر يم چې ته تل زما دعاګانې قبلوې، خو دا مې د دې لپاره په لوړ آواز وويل، تر څو د دغو حاضرو خلکو يقين وشي چې زه تا رالېږلی يم.

بيا يې په لوړ غږ وفرمايل: ايلعازره! راووزه!

ايلعازر هم راژوندی شو او له قبره راووت. پر لاسونو، پښو او مخ يې د کفن ټوټې تاو شوې وې. عيسی ﵇ خلکو ته وفرمايل: کفن يې خلاص کړئ چې کور ته ولاړ شي!

له ماريا سره راغلو خلکو چې دا معجزه وليده، نو زيات شمېر يې پر عيسی ﵇ ايمان راووړ، خو له هغو څخه ځينې نور کسان د افريسي فرقې پيروانو ته ورغلل او د عيسی ﵇ له کارنامې يې خبر کړل. د دې په اورېدو سره لويو امامانو او افريسيانو د بني اسراييلو جرګه راغونډه کړه او ورته ويې ويل: موږ ته څه کول په کار دي؟ دغه سړي خو ډېرې معجزې ښکاره کړي دي. که خپلې مخې ته يې پرېږدو، نو ټول خلک به پرې ايمان راوړي. بيا به د روم لښکر راشي، هم به مو عبادتګاه ورانه کړي او هم به مو قوم له منځه يوسي.

قيافا، چې په هغه کال لوی امام و، وويل: تاسې په هېڅ هم نه پوهېږئ. آيا ستاسې په خيال کې دا نه دي راغلي چې د دې پر ځای چې ټول قوم برباد شي، ښه دا ده چې يو شخص قرباني شي؟

قيافا دغه خبره له ځانه نه وه کړې، بلکې د هغه کال د لوی امام په حيث د ده له خولې نه الهام شوې وړاندوينه راوتلې وه، چې عيسی ﵇ به د قوم لپاره قرباني شي. خو يوازې د خپل قوم لپاره نه، بلکې په ټوله دنيا کې د خدای ﷻ د ټولو تيت او پرک شوو نازولو لپاره، تر څو له هغوی څخه يو واحد امت جوړ کړي.

له هغې ورځې وروسته بني اسراييلي مشرانو د عيسی ﵇ د وژلو لارې چارې سنجولې. د دې له وجې عيسی ﵇ د بني اسراييلو په منځ کې نور په آزادانه ډول نه ګرځېد. له هغه ځای څخه د بيابان خوا ته ولاړ. هلته يې په افرايم کلي کې له خپلو اصحابو سره واړول.

په دې شپو او ورځو کې د بني اسراييلو د پنا اختر رانږدې و. له اختر څخه يو څو ورځې د مخه له اطرافو څخه ډېر خلک يروشلم ته راورسېدل، چې د اختر لپاره د پاکوالي مراسم تر سره کړي. ټولو خلکو تمه درلوده چې عيسی ﵇ به وويني، خو ويې نه ليد او يو بل ته يې د بيت المقدس په حرم شريف کې ويل: ستا څه خيال دی؟ عيسی به لمانځنې ته رانه شي؟

له بلې خوا لويو امامانو او افريسيانو دغه حکم صادر کړی و: که څوک پوه شو، چې عيسی ﵇ چېرې دی، نو فوراً دې موږ ته حال راولېږي، تر څو ويې نيسو!

<< مخکې | وروسته >>

فهرست