لوی والی او عاجزي

د عبادت په ورځ عيسی ﵇ د ډوډۍ په بلنه د افريسي فرقې د يو مشر کور ته ورغی او موجودو افريسيانو ده ﵇ ته په ځير سره کتل. کله چې عيسی ﵇ وليدل چې راغلي مېلمانه په دې هڅه کې دي چې د مېلمستيا په پورته ځای کې کېني، نو دوی ته يې يو مثال راووړ او ويې فرمايل: کله چې کوم څوک تاسې واده ته وربولي، نو په پورته ځای کې مه کېنئ، ځکه کېدای شي چې تر تاسې دروند او شريف شخصيت هم بلل شوی وي. تاسې ته به کوربه راشي او وبه وايي: خپل ځای مو مېلمه ته پرېږده. بيا به نو په سرټيټۍ له هغه ځايه پورته شئ او تر ټولو په ښکته ځای کې به کېنئ. د دې برعکس، کله چې مېلمه کېږئ، تر ټولو په وروستي ځای کې کېنئ، چې کوربه راشي او ووايي: ملګريه، راځه پورته کېنه. په دې سره به د ټولو مېلمنو په وړاندې سرلوړی شې. هر هغه څوک چې ځان لوړ کړي، ﷲ ﷻ به يې ټيټ کړي او هر هغه څوک چې ځان ټيټ کړي، ﷲ ﷻ به يې لوړ کړي.

بيا يې هغه افريسي کوربه ته مخ کړ او ويې فرمايل: کله چې غرمه يا ماښام مېلمستيا نيسې، نو خپلو دوستانو، وروڼو، خپلوانو او يا شتمنو ګاونډيو ته بلنه مه ورکوه. داسې نه چې هغوی هم تا ته بلنه درکړي او ستا د دې احسان بدل ادا کړي. د دې برعکس، کله چې مېلمستيا جوړوې، مسکينانو، معيوبينو، شلانو او ړندو کسانو ته بلنه ورکړه. که دې داسې وکړل، نو نېکمرغه به يې، ځکه چې له دغو خلکو سره څه نشته چې د دې احسان په بدل کې يې درکړي. د دې بدل به د قيامت په ورځ د صالحينو په قطار کې درکړل شي.

د دې په اورېدو سره له ناستو مېلمنو څخه يو کس عيسی ﵇ ته وويل: نېکمرغه هغه څوک دی، چې د الهي سلطنت په مېلمستيا کې برخه ولري!

عيسی ﵇ يې په ځواب کې يو مثال راووړ او ويې فرمايل: يو سړي ډېره لويه مېلمستيا جوړه کړه او ډېرو خلکو ته يې بلنه ورکړه. کله چې د مېلمستيا وخت راغی، خپل نوکر ته يې وويل: ولاړ شه او مېلمنو ته ووايه چې هر څه تيار دي، راشئ. نوکر هم ولاړ، خو ټولو يو – يو عذر وړاندې کړ. يوه وويل چې ما يوه ټوټه ځمکه اخيستې ده. زه بايد اوس ولاړ شم او ويې ګورم. هيله کوم، زما عذر ومنه. بل يې وويل چې ما پنځه جوړې د يوې غوايان اخيستي دي. اوس ځم چې پر کار باندې يې امتحان کړم. معذرت غواړم. درېيم يې دا عذر وړاندې کړ، چې ما اوس نوی واده کړی دی. په دې خاطر زه نه شم درتلای. نوکر بېرته راغی او ټولې خبرې يې خپل مالک ته بيان کړې. د کور خاوند په قهر شو او نوکر ته يې وويل: ژر د ښار سړکونو او کوڅو ته ولاړ شه او مسکينان، معيوبين، ړانده او شلان خلک مېلمستيا ته راوله! نوکر هم ولاړ. څه موده وروسته بېرته راغی او ويې ويل: مالک صاحب، ستاسې له امر سره سم مې هغه خلک راوستل، خو بيا هم پر دسترخوان ‌ځای خالي دی. د کور خاوند نوکر ته وويل: له ښاره دباندې لارو او واټونو ته ولاړ شه او هر څوک چې په مخه درغی، مېلمستيا ته يې رادعوت کړه، تر څو زما په کور کې ځای خالي پاتې نه شي. زه تا ته وايم، هغه خلک چې ما اول وار دعوت کړي وو، له هغوی څخه به يو هم زما د مېلمستيا د ډوډۍ څکه ونه کړي.

<< مخکې | وروسته >>

فهرست