د ﷲ ﷻ په نعمت لږ خلک شکر باسي
کله چې آسمان ته د عيسی ﵇ د پورته کېدو وخت رانږدې شو، نو دی ﵇ په کلکه اراده د يروشلم خوا ته روان شو. کله چې د سامريې او د ګليل سيمو په منځ کې تېرېده، په لاره کې يو کلي ته داخل شو، چې لس کسان يې مخې ته راغلل. دا خلک د پوستکي په ناپاکوونکي مرض اخته شوي وو. نو له عيسی ﵇ څخه يو څه فاصله لرې ودرېدل او ورغږ يې کړ: ای عيسی استاده! پر موږ رحم وکړئ!
عيسی ﵇ دوی ته وکتل او ورته ويې فرمايل: تاسې ولاړ شئ او خپل ځانونه مو د بيت المقدس امامانو ته وروښيئ. *
دوی هم پر لاره روان شول او په هماغه لحظه يې بدنونه له ناپاکوونکي مرض څخه پاک او شفاياب وګرځېدل. له دغو لسو کسانو څخه يو کس چې کله په خپله شفا پوه شو، نو په داسې حال کې چې د خدای ﷻ لويي او ثنا يې بيانوله، بېرته عيسی ﵇ ته وروګرځېد. په پښو کې يې ورپرېووت او مننه يې ترې وکړه. د يادونې وړ ده چې دا شخص له سامريې قبيلې څخه و.
عيسی ﵇ وفرمايل: ما خو لس ناروغانو ته شفا ورکړه. هغه نهه نور کسان څه شول؟ آيا پرته له دغه غير بني اسراييلي څخه بل څوک نه و، چې د خدای ﷻ د لويۍ او ثنا د ادا کولو لپاره بېرته راوګرځي؟
بيا عيسی ﵇ وفرمايل: راپورته شه او ولاړ شه. د خپل ايمان له برکته دې له ناروغۍ څخه نجات پيدا کړی دی.
*د موسوي شريعت له مخې که به څوک د پوستکي په دې مرض ککړ و، نو هغه به ناپاک بلل کېده او د ټولنې په منځ کې به يې د ژوند کولو اجازه نه درلوده. کله چې به یې شفا پيدا کړه، نو د خدای ﷻ کور ته به ته، چې امام يې شفا تاييد کړي. بیا به يې له هغې وروسته د قربانۍ ځينې مراسم تر سره کول، تر څو پاک شي او بیا په ټولنه کې ژوند وکولای شي.