د عيسی ﵇ په پيروۍ کې له ځانه تېرېدل په کار دي

له هغه وخت څخه عيسی ﵇ له خپلو اصحابو سره دا خبره کوله: په کار ده چې زه يروشلم ته ولاړ شم. هلته به د قومي مشرانو، لويو امامانو او ديني علماوو له خوا ډېر تکليفونه او کړاوونه تېر کړم. په شهادت به ورسېږم، خو په درېيمه ورځ به بېرته راژوندی شم.

د دې خبرو په اورېدو سره صفوان دی ﵇ ګوښه کړ او په تنده لهجه يې ورته وويل: مولا! خدای ﷻ دې نه کړي، چې داسې درسره وشي!

عيسی ﵇ صفوان ته مخامخ وکتل او ويې فرمايل: ای شيطانه! له مخې مې لرې شه! ته زما د لارې خنډ يې! ستا د فکر ډول الهي نه، بلکې انساني دی.

بيا عيسی ﵇ نږدې اصحابو ته وفرمايل: څوک چې غواړي زما پيروي وکړي، تر ځان دې تېر شي، زما په خاطر دې مرګ ته غاړه کېږدي او بيا دې په ما پسې راشي. څوک چې د خپل ځان د ژغورلو په هڅه کې وي، نو له لاسه به يې ورکړي، خو څوک چې خپل ځان زما په خاطر بايلي، نو د تل لپاره به يې ساتلی وي. فرض يې کړئ چې څوک ټوله دنيا لاس ته راوړي، خو په بدل کې يې خپل ځان په دوزخ کې ضايع شي. دا څه فايده؟ د خپل ځان د خلاصون لپاره هېڅ شی ورسره نشته، چې په فديه کې يې ورکړي. د بني آدمو سردار به د خپل پروردګار په شان او شوکت او د خپلو تابع ملايکو په ملګرتيا سره راشي او هر انسان ته به د خپلو عملونو بدله ورکړي. زه تاسې ته حقيقت وايم، په حاضرو خلکو کې داسې کسان شته، چې تر هغه وخته به نه مري، تر څو ونه ګوري چې د بني آدمو سردار راشي او الهي سلطنت قايم کړي.

<< مخکې | وروسته >>

فهرست