له عيسی ﵇ سره د خپلو خلکو سوړ چلند
عيسی ﵇ د خپلو اصحابو په ملګرتيا له هغه ځايه خپل ښار ناصرت ته ستون شو. د عبادت په ورځ محلي عبادتخانې ته داخل شو او په الهي درس ورکولو يې پيل وکړ. ډېرو خلکو چې د ده ﵇ خبرې واورېدې، ورته حيران شول او يو بل ته يې سره ويل: ده ته دا هر څه له کومه راغلي دي؟ دا دومره حکمت چې ده ته ورکړل شوی دی او دا معجزې چې په خپل لاس يې تر سره کوي، له کومه يې کړي دي؟ آيا دی هماغه نجار نه دی، چې د مريمې زوی او د يعقوب، يوسف، يهودا او شمعون ورور دی؟ آيا د ده خويندې همدلته له موږ سره نه اوسېږي؟
نو پر عيسی ﵇ د خلکو شک راغی او رد يې کړ.
ده ﵇ دوی ته وفرمايل: د پيغمبر احترام له خپل ټاټوبي، قوم او کورنۍ څخه پرته ټول خلک کوي.
دا چې خلکو پرې باور نه درلود، نو پرته له دې چې پر يو څو مريضانو يې لاس راکش کړ او شفا يې ورکړه، هلته يې کومه بله معجزه ښکاره نه کړه. دا چې ځايي خلکو دی ﵇ نه و منلی، دغه کار ته ډېر حيران شو.