ژوند او مرګ د عيسی ﵇ تابع دي
کله چې عيسی ﵇ د جهيل بلې غاړې ته ورسېد، ډېر خلک ورته په تمه وو او هرکلی يې ورته ووايه. دلته د يايروس په نوم يو سړی رامخته شو، چې د محلي عبادتخانې مشر و. د عيسی ﵇ په پښو کې يې ځان ورواچاوه او هيله يې ترې وکړه، چې زما کور ته تشريف راوړئ، ځکه چې يوازېنۍ لور يې چې دوولس کلنه وه، د مرګ پر بستر پرته وه.
عيسی ﵇ ورسره روان شو او په شاوخوا کې يې د خلکو ګڼه ګوڼه وه. په دې خلکو کې يوه ښځه هم وه، چې له دوولسو کلونو راهيسې د دوامدارې خونرېزۍ په ناروغۍ اخته وه. د درملنې لپاره يې خپله ټوله هستي مصرف کړې وه، خو بيا هم هېڅوک نه وو توانېدلي، چې روغه يې کړي. دا د شا له خوا عيسی ﵇ ته ورنږدې شوه او د ده ﵇ لمنې ته يې لاس ورووړ. سمدستي د ښځې خونرېزي بنده شوه.
عيسی ﵇ وفرمايل: زه چا لمس کړم؟
ټولو خلکو وويل: موږ دا کار نه دی کړی.
صفوان وويل: استاده، ستاسې په شاوخوا کې ګڼه ګوڼه ده او له هرې خوا څخه خلک درسره لګېږي.
عيسی ﵇ وفرمايل: نه! کوم چا زه په قصدي ډول لمس کړم، ځکه ما احساس کړه، چې زما د شفا قدرت پر چا ولګېد.
ښځه پوه شوه چې ځان نه شي ترې پټولای، نو په داسې حال کې چې لړزېده، د عيسی ﵇ په پښو کې ورپرېوته او د ټولو خلکو په مخ کې يې اقرار وکړ: دا زه وم چې د شفا پيدا کولو په خاطر مې تاسې لمس کړئ او سمدستي مې شفا پيدا کړه.
عيسی ﵇ وفرمايل: ای لورې! تا د خپل ايمان له برکته شفا پيدا کړه. اوس په سلامتۍ سره ولاړه شه!
عيسی ﵇ لا دغه خبرې نه وې خلاصې کړې، چې يو څوک د يايروس له کوره راغی او ورته يې وويل: ستا لور مړه شوې ده، استاد ته نور تکليف مه ورکوه.
عيسی ﵇ چې دا خبرې واورېدې، نو يايروس ته يې وفرمايل: وېرېږه مه! يوازې پر ما باور ولره او هغه به جوړه شي.
عيسی ﵇ د يايروس کور ته تشريف يووړ او له صفوان، يوحَنا، يعقوب او د نجلۍ له مور او پلار څخه پرته يې بل څوک پرې نه ښودل، چې کوټې ته دننه ورسره ولاړ شي. په کور کې ټول حاضر خلک په ماتم او ژړاګانو لګيا وو. عيسی ﵇ وفرمايل: مه ژاړئ! دا نجلۍ مړه نه ده، بس يوازې ويده ده.
دوی په ده ﵇ پورې وخندل، ځکه پوهېدل، چې نجلۍ مړه شوې ده. عيسی ﵇ نجلۍ ته ورغی، له لاسه يې ونيوله او ورته ويې فرمايل: لورکۍ، راپاڅه!
په هماغه شېبه په نجلۍ کې سا بېرته راغله او راپاڅېده. عيسی ﵇ وفرمايل: دې ته د خوراک څه ورکړئ!
د نجلۍ مور او پلار هک حيران شول، خو عيسی ﵇ وفرمايل چې د دې پېښې کيسه چا ته مه واياست.