عيسی ﵇ يوه بدلمنه ښځه بخښي

يوه ورځ د شمعون په نوم يو افريسي سړي عيسی ﵇ ډوډۍ ته دعوت کړ. عيسی ﵇ د دغه سړي کور ته تشريف يووړ او دسترخوان ته کېناست. په همدې ښار کې يوه بدلمنه ښځه اوسېده. کله چې د عيسی ﵇ له راتګ څخه خبره شوه، نو په مرمرين لوښي کې يې عطر راواخيستل او د شمعون کور ته راغله. د شا له خوا عيسی ﵇ ته ورغله او له پښو سره يې ودرېده. په ژړا شوه او اوښکې يې د ده ﵇ پر پښو څڅېدلې. دې په خپلو وېښتانو پاکولې، ښکلولې يې او عطر يې پرې پاشل. شمعون چې دا حال وليد، نو په زړه کې يې وويل: که عيسی په رښتيا نبي وای، نو د دې ښځې اصليت به يې پېژندلی و چې دا څومره بدلمنه ده او خپل ځان ته به يې نږدې نه پرېښوده!

عيسی ﵇ وفرمايل: ای شمعونه! زه تا ته يو څه وايم!

شمعون وويل: استاده، وفرمايه!

عيسی ﵇ وفرمايل: د يوه سړي دوه کسان قرضداره وو، چې يوه ترې پنځه سوه ديناره او بل پنځوس ديناره قرض اخيستی و. په دوی کې يوه هم د قرض ادا کولو توان نه درلود. نو هغه سړي د دواړو قرضونه وروبخښل. اوس ته راته ووايه، چې په دې دوو کې به کوم يو د هغه سړي ډېر احسان مند وي؟

شمعون وويل: زما په فکر هغه کس چې ډېر قرض يې وبخښل شو.

عيسی ﵇ وفرمايل: صحيح ځواب دې راکړ.

بيا يې د هغې ښځې خوا ته وکتل او شمعون ته يې وفرمايل: دې ښځې ته وګوره! زه چې ستا کور ته راننوتم، نو د پښو پرېمينځلو لپاره دې اوبه رانه کړې، خو دې ښځې زما پښې په خپلو اوښکو راپرېمينځلې او په خپلو وېښتانو يې پاکې کړې. تا خو زما لاس يو ځل هم ښکل نه کړ، خو دې ښځې زما د پښو په ښکلولو سره زما ډېر احترام وکړ. تا زما پر تندي د زيتونو تيل ونه وهل، مګر دې ښځې زما پر پښو قيمتي عطر وپاشل. زه تا ته وايم، دې ښځې ډېر ګرانښت ځکه ښکاره کړ، چې ډېر ګناهونه يې بخښل شوي دي، مګر د چا چې لږ ګناهونه بخښل شوي وي، کم ګرانښت ښکاره کوي.

بيا عيسی ﵇ هغې ښځې ته وفرمايل: ستا ګناهونه دربخښل شوي دي.

نورو مېلمنو د دې خبرې په اورېدو سره په خپلو کې وويل: دی لا څوک دی چې د خلکو ګناهونه وربخښي؟

خو عيسی ﵇ ښځې ته وفرمايل: تا د خپل ايمان له برکته نجات پيدا کړ. اوس په سلامتۍ سره ولاړه شه!

<< مخکې | وروسته >>

فهرست