پر عيسی ﵇ باندې د رومي منصبدار کلک ايمان او اعتماد

کله چې عيسی ﵇ خلکو ته دا ټولې خبرې وکړې، نو کَفرناحوم ته يې تشريف يووړ. هلته يو رومي منصبدار و، چې يو نوکر يې د مريضۍ له کبله د مرګ خولې ته رسېدلی و. دغه نوکر پر هغه ډېر ګران و. کله چې منصبدار د عيسی ﵇ له راتګه خبر شو، يو څو کسه بني اسراييلي مشران يې ورواستول، چې ولاړ شئ او له عيسی ﵇ څخه غوښتنه وکړئ، چې دلته تشريف راوړي او زما نوکر ته شفا ورکړي. مشران هم عيسی ﵇ ته ورغلل او په ټينګه يې د مرستې هيله ترې وکړه او ويې ويل، چې دا کس د دې وړ دی، چې تاسې يې غوښتنه قبوله کړئ، ځکه چې زموږ له قوم سره ډېره مينه او خواخوږي لري، تر دې پورې چې زموږ د ښار عبادتخانه يې هم راته جوړه کړې ده.

عيسی ﵇ هم له دغو مشرانو سره د منصبدار کور ته روان شو. دوی چې لا کور ته نه وو رسېدلي، منصبدار د خپلو يو څو ملګرو په لاس عيسی ﵇ ته پيغام راولېږه، چې صاحبه، ځان مه په تکليفوئ! زه د دې وړ نه يم، چې تاسې زما کور ته تشريف راوړئ او ځان د دې وړ هم نه بولم، چې ستاسې حضور ته درشم. بس يوازې له هماغه ځايه حکم وکړئ او زما نوکر به شفا پيدا کړي. زه په دې مطمين يم، ځکه چې زه هم د يو چا تر امر لاندې يم او عسکر زما تر امر لاندې دي. که يوه ته ووايم «ولاړ شه!» هغه ځي او که بل ته ووايم «راشه!» هغه راځي. همدارنګه که خپل نوکر ته د کوم کار امر وکړم، نو هغه يې تر سره کوي.

عيسی ﵇ د دې خبرو په اورېدو سره په تعجب کې شو. ورپسې راغلو خلکو ته يې مخ ورواړاوه او ويې فرمايل: زه تاسې ته وايم، چې د داسې پاخه ايمان خاوند مې په بني اسراييلو کې هم نه دی ليدلی!

کله چې هغه پيغام راوړونکي بېرته د منصبدار کور ته ستانه شول، ګوري چې نوکر روغ رمټ شوی دی.

<< مخکې | وروسته >>

فهرست