د بخښلو مثال
صفوان عيسی ﵇ ته راغی او پوښتنه يې ځينې وکړه: مولا، که له ما سره څوک بد وکړي، نو هغه څو ځلې وبخښم؟ آيا تر اوو ځلو يې وبخښم؟
عيسی ﵇ په ځواب کې وفرمايل: يوازې اووه ځلې نه، بلکه اووه ضرب اويا ځلې! ګوره، الهي سلطنت داسې مثال لري: يو پاچا له خپلو نوکرانو سره د پورونو حساب کاوه. په دغه جريان کې يو نوکر پاچا ته راوستل شو، چې د سرو زرو لس زره کڅوړې قرضدار و. دغه نوکر د قرض د ادا کولو توان نه درلود، نو پاچا خپلو کسانو ته حکم وکړ، چې دی له خپلې ښځې، اولادونو او ټولې دارايۍ سره خرڅ کړئ، تر څو چې يې قرض خلاص شي.
سړي د پاچا په پښو کې ځان ورواچاوه او زارۍ يې ورته وکړې: پاچا صاحب! هيله کوم. ما ته لږ وخت راکړئ، زه به ستاسې قرض په پوره ډول درخلاص کړم.
د پاچا پر زړه باندې د رحم اوبه توی شوې. نو سړی يې خوشې کړ او قرض يې وروباخښه.
خو دغه نوکر چې له درباره راووت، د پاچا يو بل نوکر ته ورغی، چې د ده يوازې سل ديناره قرضدار و. دغه سړی يې تر ستوني ټينګ کړ، فشار يې ورکړ او ورته ويې ويل: زما پور راکړه!
هغه قرضدار يې په پښو کې ورپرېووت او زارۍ يې ورته وکړې: هيله کوم. ما ته لږ وخت راکړه. زه به دې قرض درخلاص کړم.
مګر نوکر رحم پرې ونه کړ، بلکې بنديخانې ته يې کش کړ. ويې ويل: تر څو چې دې زما قرض نه وي راکړی، ته به دلته بندي يې!
د پاچا نورو نوکرانو چې دا پېښه وليدله، ډېر خفه شول. پاچا ته ورغلل او هغه ته يې ټوله کيسه بيان کړه. پاچا هم هغه نوکر ځان ته راوغوښت او ورته ويې ويل: ای خرابکاره نوکره! تا چې ما ته زارۍ وکړې، ستا ډېر قرض مې دروباخښه. نو څرنګه چې ما پر تا باندې رحم وکړ، تا هم بايد پر هغه بل نوکر رحم کړی وای!
پاچا دومره په قهر و، چې دغه نوکر يې د بنديخانې مسوول ته وروسپاره او امر يې وکړ: تر څو چې ده ټول قرض نه وي راکړی، تر هغې به بندي وي!
بيا عيسی ﵇ زياته کړه: که تاسې خپل ورور د زړه له کومې ونه بخښئ، نو زما د عرش پروردګار به هم له تاسې سره هماغسې چلند وکړي.