د رښتينې نېکمرغۍ په اړه د عيسی ﵇ خبرې

عيسی ﵇ له خپلو نږدې اصحابو سره هوارې ته تشريف راووړ. ګوري چې د ده ﵇ ګڼ شمېر پيروان او ډېر نور خلک راټول شوي دي. دغه خلک له ټولې يهوديې، يروشلم او حتی د صور او صيدون له ساحلي ښارونو څخه هم راغلي وو. دوی د دې لپاره راغلي وو، چې د عيسی ﵇ پيغام واوري او له ناروغيو څخه شفا پيدا کړي. کوم کسان چې پېريانو نيولي وو، هغوی هم د ده ﵇ په لاس شفا پيدا کوله. هر چا کوښښ کاوه، چې عيسی ﵇ ته لاس ورورسوي، ځکه چې له هغه ﵇ سره د شفا قدرت و او هر چا چې به لمس کړ، شفا به يې پيدا کړه.

عيسی ﵇‌ خلکو ته وفرمايل:

نېکمرغه هغه کسان دي، چې ځان خدای ﷻ ته اړ او محتاج ګڼي،
ځکه چې په الهي سلطنت کې برخه لري.

نېکمرغه هغه کسان دي، چې غم او وير کوي،
ځکه چې د زړه تسلي به يې وشي.

نېکمرغه هغه کسان دي، چې خاکساره او عاجز دي،
ځکه چې دوی د نړۍ وارثان دي.

نېکمرغه هغه کسان دي، چې د انصاف وږي او تږي دي،
ځکه چې دوی به ماړه شي.

نېکمرغه هغه کسان دي، چې پر نورو باندې رحم کوونکي دي،
ځکه چې ﷲ ﷻ به هم پر دوی باندې رحم وکړي.

نېکمرغه هغه کسان دي، چې زړونه يې پاک دي،
ځکه چې په الهي ديدار به مشرف شي.

نېکمرغه هغه کسان دي، چې سوله او پخلاينه کوي،
ځکه چې د ﷲ ﷻ په نازوليو کې به وشمېرل شي.

نېکمرغه هغه کسان دي، چې د خپلې نېکۍ له امله د خلکو لخوا ځورول کېږي،
ځکه چې په الهي سلطنت کې برخه لري.

تاسې نېکمرغه ياست، کله چې زما په خاطر خلک سپکې سپورې درته وايي، ځوروي مو او د دروغو ډول – ډول تورونه درباندې لګوي، هغه وخت خوښ او خوشحاله اوسئ! ځکه چې په آخرت کې به ډېر اجر درپه نصيب شي. په ياد ولرئ، چې په پخوا وختو کې هم پيغمبران د خلکو له خوا همدا ډول ځورول کېدل.

<< مخکې | وروسته >>

فهرست