د بني آدمو سردار عيسی ﵇ د عبادت د ورځې مالک او مختار دی
د عبادت په ورځ عيسی ﵇ له خپلو اصحابو سره د غنمو په کرونده کې ګرځېد او اصحابو يې په لاره کې وږي شکول. د دې په ليدو سره ځينو افريسيانو اعتراض وکړ، چې وګورئ، دوی څه کوي! د عبادت په ورځ کار کول منع دي او دوی وږي شکوي!
عيسی ﵇ ورته وفرمايل: آيا تاسې په کلام ﷲ کې د هغې پېښې کيسه نه ده لوستلې چې کله داود ﵇ او ملګري يې وږي شوي وو، نو هغه ﵇ څه وکړل؟ د خدای ﷻ کور ته ننووت، چې په هغه وخت کې ابياتار لوی امام و او هغه ډوډۍ يې وخوړې، چې هلته د ﷲ ﷻ په حضور کې ايښودل شوې وې، حال دا چې د دې ډوډيو د خوړلو اجازه يوازې امامانو درلوده. بيا يې خپلو ملګرو ته هم له دې ډوډيو څخه ورکړې. عيسی ﵇ پسې زياته کړه: ﷲ ﷻ د عبادت ورځ د انسان لپاره ټاکلې ده، نه انسان د عبادت د ورځې لپاره. له دې کبله د بني آدمو سردار د عبادت د ورځې مالک او مختار دی.
تر دې وروسته عيسی ﵇ له هغه ځايه د بني اسراييلو محلي عبادتخانې ته تشريف يووړ. هلته يو سړی و، چې يو لاس يې وچ او فلج و. نو افريسيانو يوه موقع وليده، چې د عيسی ﵇ له خولې د شريعت پر ضد داسې يوه خبره راوباسي، چې د دې خبرې پر اساس تور پرې ولګوي. نو يې پوښتنه ځينې وکړه: آيا د عبادت په ورځ شفا ورکول جايز دي؟
عيسی ﵇ وفرمايل: که له تاسې څخه د چا پسه د عبادت په ورځ په کنده کې ولوېږي، نو آيا تاسې يې له کندې څخه نه راباسئ؟ چېرته انسان او چېرته پسه! انسان تر پسه خورا ډېر ارزښت لري، نو ځکه د عبادت په ورځ ښه کول جايز دي.
بيا يې هغه سړي ته وفرمايل: وچ لاس دې راوړاندې کړه.
سړي هم لاس وروړاندې کړ او د بل لاس په څېر يې دا لاس هم جوړ شو. د دې په ليدو سره افريسيان له عبادتخانې څخه ووتل او په خپل منځ کې يې سلا مشورې شروع کړې، چې څرنګه کولای شي عيسی ﵇ له منځه يوسي.
عيسی ﵇ د دوی په شومو اهدافو پوه و، نو له هغه ځايه ولاړ. ډېر خلک ورپسې روان وو او ده ﵇ له دوی څخه ټولو ناروغانو ته شفا ورکړه او ټينګار يې ورته وکړ، چې زما په اړه به چا ته څه نه واياست. په دې ډول هغه خبره رښتيا او پوره شوه، چې ﷲ ﷻ د اشعيا نبي په واسطه فرمايلې وه: «وګورئ! دا زما خدمتګار دی، چې ما ټاکلی دی. دی زما خاص نازولی دی، چې زه ترې پوره راضي يم. پر ده باندې به زه خپل سپېڅلی روح نازل کړم او دی به د نړۍ قومونو ته اعلان وکړي، چې د الهي عدالت وخت رارسېدلی دی. نه به شور او جنګ کوي، نه به په کوڅو کې ډنډوره وهي. هغه بېوزله کس لکه د نی وچه او ماته لښته چې ضعيفه وي، هغه ته به ضرر نه رسوي او هغه کمزوری کس لکه د ډېوې د پلتې وروستۍ لمبه چې ضعيفه وي، هغه ته به هم تاوان نه رسوي. په پای کې به دی د انصاف په رسولو کې کامياب شي او د نړۍ قومونه به خپلې هيلې په ده پورې وتړي.»