يو ځل بيا د عيسی ﵇ د لوړ مقام په اړه د يحيی ﵇ خبرې
له دې وروسته عيسی ﵇ له خپلو نږدې اصحابو سره له يروشلم څخه رهي شو او د يهوديې اطرافو ته ولاړ. هلته له دوی سره يو څه وخت پاتې شو او خلکو ته يې سپېڅلې غوټه ورکوله.
په همدې وخت کې يحيی ﵇ هم په عينون کلي کې، چې ساليم کلي ته نږدې و، خلکو ته سپېڅلې غوټه ورکوله، ځکه چې په هغه ځای کې ډېرې اوبه موجودې وې. ډېر خلک ورته راتلل، چې سپېڅلې غوټه تر سره کړي. په دغه وخت کې د يحيی ﵇ د پيروانو او د يوه بل بني اسراييلي سړي تر منځ د پاکوالي په اړه بحث راپورته شو. د يحيی ﵇ پيروان راغلل او يحيی ﵇ ته يې وويل: استاده، هغه سړی چې تاسې د اُردن سيند پر هغه بله غاړه ورسره مخامخ شوي واست او شاهدي مو هم ورباندې ادا کړې وه، اوس هغه هم خلکو ته سپېڅلې غوټه ورکوي او ټول خلک ورځي.
يحيی ﵇ وفرمايل: هېڅوک توفيق او بری نه شي تر لاسه کولای، مګر چې ﷲ ﷻ ورکړی وي. تاسې زما د دې خبرو شاهدان ياست، چې ويلي مې وو: «زه د ﷲ ﷻ لخوا وعده کړل شوی خاص استازی المسيح نه يم، بلکې ﷲ ﷻ زه له هغه ﵇ څخه د مخه رالېږلی يم، چې د راتګ لپاره يې لاره هواره کړم.» دا مثال واورئ. په واده کې ناوې د زوم د ملګري نه، بلکې د زوم په برخه کېږي، خو د زوم ملګری خپل دوست ته ولاړ وي او د ده د غږ په اورېدو سره خوشحالېږي. نو ځکه زه هم د ده ﵇ په بري باندې په پوره ډول خوشحاله يم. لازمه ده چې د ده ﵇ نوم او شان لوړ شي او زما نوم او شان کم شي.